مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سیمې هېوادونو سره نږدې اړیکې پر امریکا د افغانستان اتکا کمولی شي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
طالبانو او د افغانستان ګاوڼدي هېواد ته باید قناعت ورکړل شي چې د پوځي او ترورېستي کمپاین له لارې بري ته نه شي رسېدی. دغه څرګندونې په کابل کې د امریکا پخواني سفیر جېمز کننګهم په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال کړي. کننګهم زیاته کړې، له زورزیاتي لاس اخیستل سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لار ده. جېمز کننګهم د ترهرګرۍ پر وړاندې د پاکستان ظاهري هلو ځلو ته په اشارې ویلي؛ شک نه شته چې ترورېزم دغه هېواد ته هم زیان رسولی خو د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د طالبانو د حضور مخنیوی وکړي. نومړی زیاتوي؛ تر هغو چې طالبان په پاکستان کې په ازاده توګه فعالیت ولري دا تصور نه شي کولای چې د سولې خبرې به کومه پایله ورکړي. په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر جېمز کننګهم په خبره پاکستان د طالبانو د ازاد فعالیت مخه نیولی شي او باید ویې نیسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery