تر اوسه پورې د سولې په اړه د وسله والو مخالفینو تماسونه د ګن شمیر غیر حکومتي او شبه حکومتي کړیو سره مثبت ارزول شوې. خو د سولې د پروسې په ټراو د کابل ادارې غوښتنه ، مقاومت د یو ستر چلنج سره مخ کړی : د کابل اداره د مستقیمو خبرو اترو لیوالتیا لري. وسله والو مخالفینو تر دې دمه د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې د سولې او جګړې اصلي اړخ بهرنیان دي او یرغلګر په جګړه کې ، کابل تحت الحمایه ادارې ته د خپل « پیاده نظام » په توګه کارولي ، له کابل ادارې سره د مستقیمو خبرو نه ډډه کړې ده.
د امریکا او پاکستان تر منځ سیاسي مغازله :
د افغانستان په جګړه کې د پاکستان او امریکا تر منځ توافق له یوې خوآ او اختلاف له بلې خوآ د سولې لاره ورکه کړیده :
ــ توافق پدې معنا چه د جګړې دواړو خواوو د مقاومت په ځپلو کې ګډ دریز لری. د مقاومت ځپل اوتکول کله ناکله اَن ژنوساید تر کچه پورې رارسیږي: افغاني مقاومت تل له سبکې وسلې سره ( انتحاري بمونه ، د لارو ماینونه ... ) سمبال شوې او د الوتکو او تانکونو ضد توغندي چه د ناتو الوتکو او د نظامي هدو د ويښتلو وړټیا ولري او جګړه یو طرفه کړي بې برخې ساتل شوې. د امریکا او پاکستان د پت توافق په بنسټ ، مقاومت باید هیڅکله د دفاعي حالت نه تعرضي موقعیت ته ورداخل نشي. د امریکا او پاکستان د پلان له مخې ، نااندوله جګړه باید دوام ومومي او په کې تاوان زیاتره وسله والو مخالفینو ، حکومتي قواوو او ملکیانو ته ورسیږي نه اشغالګرو ځواکونو ته .
ــ اختلاف پدې معنا چه پاکستان په ګاوندي افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ځانته ګواښ ګني او د مذهبی کړیو د لمسونې د لارې د « جهاد » هنګامه چه په ترڅ کې يې کله ناکله بهرنیان په نښه کیږي ګرمه ساتلې ده.
د مقاومت او پاکستان اړیکې :
مقاومت د جګړې او جهاد په بهیر کې پاکستان ملاتړ ته اړ وو او دي. خو پاکستان د افغاني مقاومت د لاسوند کیدو په لته کې هیڅکله نه حاضریږي چه دي د خپلواک دریز په بنسټ باندې د افغانستان ګتې د پاکستان د ګتې نه جلآ کړي.
د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چه د سولي استقامت د جګړې فشار تاکې ، د سولې د مخنیوي او د جګړې د دوام په موخه مقاومت په جنګې کمزورې حالت ساتل د پاکستان او امریکا ګده پروژه ده. دلته په جګړه کې د افغانستان ملي ګتې چه باید د مقاومت له خوآ تمثیل شي د پاکستان د ګتې سره په تقابل کې قرار نیسي.
واقعیت دا دي چه د اشغال ضد جګړې په حالت کې د افغانستان ګتې د تولو هغه هیوادونو سره تړل کیږي چه د مقاومت په ملاتړې ولاړې وي . خو کله چه د سولې خبره مطرح کیږي افغانستان ځانته ځانګړې ګتې لري چه باید د مقاومت له خوآ تمثیل شي. پاکستان دغه حقیقت نه مني.
د امریکا او مقاومت تر منځ د مستقیمې خبرې حیاتي اړتیا :
اوسمهال د دغه واقعیت سره مخ یو چه امریکا د افغانانو د مقاومت د ځپلو په موخه د وسله وال مقاومت برخه لیک او ورسره د سولې او جګړې موضوع پاکستان سیمه ایزه ستراتژي سره تړلې.
البته موږ افغاني مقاومت مجبوریتونو ته په پام سره دا منو چه هغوي د اشغال ضد جګړه ایزو عملیاتو د ترسره کولو په مقصد پاکستان ملاتړ ته اړ وو. خو اوس چه د سولې پروسه تر لاس لاندې ده ، که مقاومت خپلواک دریز غوره ونکړي د افغانستان د ملي ګتو د دفاع نه عاجز او د ولس نه تجرید کیږي.
داسې یو افغانستان چه په کې د پاکستان مزدوران واکمن وي د سیمې د هیوادونو او په ځانګړې توګه د هندوستان له جګړه ایزو ګواښونو سره مخ کیږي.
امریکا که واقعآ سوله غواړي باید د وسله والو مخالفینو سره د مستقیمو خبرو د لارې هغوي د پاکستان د قیمومیت او اسارت نه وباسي. امریکا باید پدې باندې ځان پوه کړي چه د اشغال ضد د یو مقاومت دریز د جګړې په بهیر کې هرو مرو د میلمه پال هیواد تر اغیز لاندې د سولې د وخت د دریز سره توپیر لري. دغه خبره باید د پاکستان سره د دشمني په معنا تعبیر نشي.
لاندې موضوعات د مقاومت او امریکا تر منځ د مستقیمې خبرې اجندآ جوړولي شي :
د قطر دفتر رسمي پرانیستل ، د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویښ تاکل ، د سیاسي بندیانو خوشې کول ، د طالب مشرانو په مسافرتونو باندې بندیزونه ړنګول او نور.
کیداي شي چه د خبرواترو محوري موضوع د جګړې نه سولې خوا ته د یوه پراخ بنسټه انتقالي پړاو نه تیریدو مطرح وې. د انتقالي پړاو حقوقي او سیاسي جوړښت څرنګوالې او په کې د ملګرو ملتونو څارنیزه ونده باید د مقاومت او امریکا تر منځ په مذاکراتو کې مطرح شي .
د یادې شوېو موضوعاتو حل او فصل د امریکا د سفارت په لاس د جوړې شوې ادارې له وسه وتلې ده. د سولې د پروسې نوموړې پرابلمونه باید د مقاومت او امریکا په دوه اړخیزو خبرو اترو د لارې حل شي.
د کابل حکومت سره مستقیمې خبرې مقاومت په متخاصمو دلو ویښي:
د وروستي څلور اړخیزه غونده چه په کابل کې جوړه شوه بنسټیزه غوښتنه دا وو چه پاکستان د جوړې شوې مثلث ( افغانستان ، امریکا او چین ) تر فشار لاندې وسله وال مخالفین کابل حکومت سره مذاکراتو ته اړ کړي. خو که د حکومت سره د مذاکراتو په مقصد د طالبانو په تحریک باندې د پاکستان فشار زیات شي لاندې احتمال مطرح کیږي :
ــ یوه وړوکې دله کابل حکومت سره خبرو ته کیني او د طالبانو د تحریک په منځ کې اوسني انشعاب ( د ملا منصور او ملا رسول تر منځ ) پراخ کیږي.
دیرکي وسله وال د سیمې د نورو هیوادونو ( روسیه ، ایران ) په ملاتړ جګړې ته ادامه ورکوي. د جنګي پوتانسیل د پیاوړتیا په موخه د افغان ناراضو طالبانو ، داعش او تحریک طالبان پاکستان تر منځ جنګي ائتلاف رامنځته کیدل احتمال هم باید د پامه نه غورځول شي.
په لندو ! د امریکا سفارت په لاس د جوړې شوې حکومت سره د مقاومت مذاکرات طالبان په مختلفو توتو ویشي بې له دې چه سولې ته لاسرسي راپیدا شي .
د کابل ادارې سره د مخامخ خبرې حقوقي او سیاسي پایلې :
د مقاومت او کابل ادارې تر منځ مخامخ خبرې د پام وړ حقوقي او سیاسي پایلې درلودلای شي.
مستقیمې خبرې اترې د وسله وال مقاومت په مخکني اصولي دریز باندي ، لاندې ناوړه حقوقي اغیزي لري.
د کابل ادارې سره په نیغه خبرې دا معنا ورکوې چې وسله وال مقاومت :
۱ ــ پاراشوته شوی اداره د خپلواک حکومت په توګه په رسمیت پېژني او ورته اصولیت وربښي. د ځپلواک حکومت په وړاندې خپل مقاومت او جهاد د « بغاوت » په کچه راټیټوي او یا یې باطل اعلانوي.
۲ ــ د افغانستان اشغال د توجیه وړ بولي او دهغه د دوام سره په ضمني توګه موافق دریز نیسي . د بهرنیانو ناقانونه حضور منې او هغه د ملي واکمني سره په ټکر کي نه ګني .
۳ ــ ټولو هغو تړونونو ته چې په وروستیو دېرشو کلونو کې واکدارانو له یرغلګرو قوتونو سره لاسلیک کړي ، حقوقي او اصولي بڼه وربښي. د امریکا سره ستراتژیک تړون د توجیه وړ شمېري. د تړون ټولو محتویاتو لکه د « ډرون » د الوتکو بریدونه ، په کورونو باندې چاپې ، د امریکايي سرتیرو قضايې مصئونیت ... منې.
۴ ــ د یرغلګرو ځواکونو له خوآ ترسره شوي جنګي جنایتونه د تعقیب وړ نه بولي. د تروریزم سره دجګړې تر نامه لاندې افغانان د ننه او د باندې په زندانونو کي بندیانول او په کلیو او بانډو کې د بمباریو نه رازېږېدل شوي جنایتونه د دیموکراسي د ودې طبعي پروسه ګني. د وسله والو مخالفینو او حکومتي چارواکو ترمنځ مستقیمې
خبري لاندې سیاسي پایلې لري :
۱ ــ د ادارې په د ننه جګړه ماران ، د کورنۍ جګړې توپک سالاران او د بشري حقونو ناقضین په هغه راتلونکي سیاسې نظام کي چې د سولې د پروسې په نتېجه کې رامنځته کیږي د برخه اخیستلو دعوآ مطرح کوي. د تېر په څېر د بهرنیو ځواکونو تر قیمومیت لاندې د جګړه مارانو « فدراسیون » جوړیږي او ورته د حکومت نوم ایښودل کیږي.
۲ ــ د ائتلافې ادارې په د ننه د مختلفو دلو تپلو تر منخ د تکر له کبله د بهرنیانو تر کنترول لاندی کمزور حکومت رامنخته او عدل ، انصاف ، حق او قانون د سیاست قرباني کیږي.
د متخاصمو دلو تپلو تر منځ ټکرونه ، واکمنې کمزورې کوي. د څوارلسو کلونو په څېر ، کمزوری حکومت د بهرنیانو له خوآ د افغانستان د ملي ګتو په ضد استعمالیږي. نا امني او جګړه دوام مومي.
نتیجه
د افغانستان دېرش کلنه جګړه او ورسره بهرنۍ لاسوهنه باید پای ته ورسیږي. خو نه د حکومتي جګړه مارانو او لوټمارانو سره په جوړ جاړي اود خپلواکي داعیي ته په تاوان.
د کابل ادارې سره د غیر مستقیم مذاکراتو پیل هغه وخت سولې داعیې ته ګته رسولي شي چه وسله وال مقاومت د جګړې د پیل او دوام د لاملونو د لرې کولو په موضوع باندې د بهرنیانو سره موافقې ته ورسیږي. د امریکایانو سره د مذاکراتو د لاسته راوړنو چوکات د کابل ادارې سره د غیر مستقیمې خبرې ( د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ) بنسټ جوړوړي شي.
د یادونې وړ ده چه باید مخکې نه مخکې د خبرو اجندآ مالومه وي. په اجندآ کې د حکومتي منصبونو ویښ شاملیداي نشي.
لاندې موضوعات د اجنډآ سرخط جوړولي شي :
ــ د ملګرو ملتونو په سروالي د جګړې نه سولې خوا ته د یو انتقالي پړاو عملي اړخونه څیړل.
ــ حکومتي واک یو غیر ګوندي او غیر تنظیمي حکومت ته انتقالول.
ــ په امنیتي اورګانونو کې د طالبانو جنګي لیکو ورداخلول.
ــ په مدني ټولنه کې د طالبانو د اسلامي امارت د تحریک ځاي.
ــ د یرغلګرو ځواکونو د وتلو د عملي اړخونو څیړل.
د یادونې وړ ده چه انتقالي پړاو ، د جګړې نه سولې لور ته د تګ پُله جوړوي. د ُپله نه تیریدو د هغې مثبتې لاسته راوړنې چه د ملي او دیني ارزښتونو سره په تکر کې نه وي له منځه تګ مانا نه ورکوي.
فرانسه
۱۵ /۰۶ /۲۰۱۵