دخپریدو نیټه : 2016-03-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا راتلونکی پسرلی افغانستان ته ۱۰۰۰ نور عسکر را استوي
احمد فیصل
د امریکايي پوځ رسمي ویبپاڼې میلیټري ټایمز خبر ورکړی، چې دغه زر امریکايي عسکر به په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له خپلو نورو همکارانو سره په ګډه د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي. سرچینه زیاتوي، دغو سرتېرو ته د امریکا په ټکزاز ایالت کې اساسي او متفاوته روزنه ورکړل شوې او چمتو دي، چې پر مهم ماموریت افغانستان ته ولاړ شي. د ویلو ده، چې دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري مېشت دي. د بارک اوباما د پلان له مخې د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې یوازې ۵۵۰۰ امریکايي عسکر پاتې شي. خو ګڼ امرکايي سیاستوال او د هغه هېواد نظامي چارواکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې به د امریکا پوځي حضور نور هم پراخ او ډېر دوام وکړي.