دخپریدو نیټه : 2016-03-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
هند له افغانستان او ایران سره پر ګډ اقتصادي دهلېز کار کوي
احمد فیصل
هند وايي، له افغانستان او ایران سره به په نږدې راتلونکې کې د ګډ اقتصادي دهلېز پر سر خبرې وکړي. د هند د ایکانمیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه څرګندونې په نوي ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او متقاعد جنرال ویجي کومار سنګ رسنیو ته د یوې خبرې ناستې پر مهال وکړې. سرچینه د نوموړي له خولې وړاندي لیکي، چې په دې اړه لومړني کارونه ترسره شوې او ډېر ژر به د درېو واړو هېودونو له لورې پرې هوکړه وشي. سنګ له ډېرو جزئیاتو ورکولو پرته ویلي، چې په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د زمینې برابرول د دغه اقتصادي دهلېز د کارونو یوه برخه وه. د ویلو ده، چې د ایران په چابهار بندر کې د هند په مالي مرسته افغان سوداګرو ته د تاسیساتو پر جوړولو کار روان دی.