دخپریدو نیټه : 2016-03-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حکمتیار: طالبان وطن پلورونکي دي
احمد فیصل
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار وسله وال طالبان وطن پلورونکي بللي. حکمتیار د کنړ په وروستي ځانمرګي برید کې د قومي مشر حاجي خانجان د وژنې په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی یو مجاهد و او طالبان وطن پلورونکي دي. ګلبدین په دغه پېغام کې ویلي، چې دی، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري په کنړ کې له حاجي خانجان سره اوسېدل. نوموړي د کنړ پر ولس غږ کړی، چې له طالبانو د خپل مجاهد مشر د وژلو غچ واخلي. حاجي خانجان تېره اونۍ د کنړ په مرکز اسعد اباد کې د يوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو. په دغه برید کې د هغه د زوی او د کورنۍ د یوه بل غړي په ګډون ۱۵ نور کسان هم ووژل شول او ۴۰ نور ټپيان وو.