دخپریدو نیټه : 2016-03-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
طالبان: د سولې روانه پروسه د جګړې د اوږدېدو بهانه ده
احمد فیصل
وسله والو طالبانو د افغان سولې روانه پروسه د جګړې د اوږدېدو بهانه بللې او د جنګ ليکو ته يې د امريکا د تازه سرتېرو ليږل د سولې په لاره کې لومړی خنډ په ګوته کړی. د افغان اسلامي اژانس د خبر له مخې طالبانو په خپله اونيزه تبصره کې افغان حکومت او بهرني ځواکونه تورن کړي، چې سولې ته ريښتیني نه دي او د جګړې غځول غواړي. سرچینه زیاتوي، طالبانو؛ د جګړې لیکو ته د امریکایي قواوو ليږل د سولې په لاره کې لومړنی ستر خنډ بللی. هغوی دا هم ویلي، چې بهرني ځواکونه د افغان ولس د سوکالۍ او پرمختګ ازلي دښمنان دي او د افغانانو يووالی، ورورولي، د سولې او مينې په فضا کې خوشحاله او سوکاله ګډ ژوند نه شي زغملای. طالبانو په دې اړه چې په اسلام باد کې د سولې مخامخ خبرو ته کیني که نه، څه نه دي ویلي.