دخپریدو نیټه : 2016-03-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا: طالبان د سولې له خبرو پرته بله لار نه لري
احمد فیصل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان پرته له دې چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، بله هېڅ لار نه لري. د امریکا حکومت دغه څرګندونې له هغې وروسته کوي، چې طالبانو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې په خبرو کې د نه ګډون اعلان وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني. سرچینې زیاته کړې، طالبان پرته له دې چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، بله هیڅ لاره نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ټینګار کړی، چې متحده ایالات او نړیواله ټولنه به په روانه جګړه کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ وي.