دخپریدو نیټه : 2016-03-06 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د دوولسمي ناحيي وکيل غلچکي بريدګرو وواژه .
لودين
نامعلومو وسله والو د کندهار ښار په دولسمه حوزه کي د ښاروالۍ اړوند د دولسمي ناحيې وکیل وواژه او بريدکوونکي په تيښته بريالي سوه .
دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار د لوی ويالې په سيمه کي د حکیم صاحب د اډې سره سوې ده.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي، چي د نعمت الله په نوم یاد وکیل د ماخستن د لمانځه وروسته د مسجد مخي ته د وسله والو تر برید لاندي راغی او ويې واژه .
هغه زیاتوي، چي د ښاروالۍ دغه وکیل په دې وروستيو کي په دې دنده ګمارل سوی وو.
د هغه د وژني مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .