دخپریدو نیټه : 2016-03-06 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د خلکو په مالي لګښت د سړکونو قيرکول پيل سوه .
لودين
د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د ولسي ونډي په لګښت د پنځه کيلومتره سړک د قير کيدو چاري پيل سوې ، دلته له هر کوره ۱۵ زره افغانۍ ونډه اخستل سوې ده او پر ټول سړک ۲۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي .
د کندهار ښاروال روښان ولسمل وايې چې د ولسي ونډې دا لړۍ د ښار نورو سيمو ته هم رسوي او له دې وروسته به لمړۍ سيمه د الف ساحې نوري برخي وي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د سړکونو د قير په پرانستنه کي دا نوښت وستايه او ټول ښاريان يې مکلف وبلل چي د خپلي سيمي د رغوني او ودانولو دپاره ملا وتړي .