مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-06   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د خلکو په مالي لګښت د سړکونو قيرکول پيل سوه .

لودين
د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د ولسي ونډي په لګښت د پنځه کيلومتره سړک د قير کيدو چاري پيل سوې ، دلته له هر کوره ۱۵ زره افغانۍ ونډه اخستل سوې ده او پر ټول سړک ۲۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي . د کندهار ښاروال روښان ولسمل وايې چې د ولسي ونډې دا لړۍ د ښار نورو سيمو ته هم رسوي او له دې وروسته به لمړۍ سيمه د الف ساحې نوري برخي وي . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د سړکونو د قير په پرانستنه کي دا نوښت وستايه او ټول ښاريان يې مکلف وبلل چي د خپلي سيمي د رغوني او ودانولو دپاره ملا وتړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery