دخپریدو نیټه : 2016-03-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغانستان د اسرایلو د تېریو پر وړاندې له فلسطین څخه ملاتړ اعلان کړ
احمد فیصل
افغانستان د اسرایلو پر وړاندې له فلسطیني ولس او په هغه هېواد کې د مستقل حکومت له رامنځته کېدو خپل ملاتړ اعلان کړ. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې صلاح الدین رباني له فلسطینیانو د افغانستان ملاتړ د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د اسلامي همکاریو سازمان د پنځمې غونډې پر مهال اعلان کړ. خبرپاڼه زیاتوي، رباني په دې غونډه کې د فلسطین د خلکو مشر محمود عباس او د هغه هېواد ګڼو نورو چارواکو ته د افغان حکومت پېغام ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې افغانان د فلسطیني ولس له حقونو او په هغه هېواد کې د ازاد او مستقل حکومت د رامنځته کېدو ملاتړ کوي. د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې افغانستان په فلسطین کې روان وضعیت ته په کتو سخت اندېښمن دی او له نړېوالې ټولنې غواړي، چې په دغه هېواد کې د اسرایلو د تیري مخه ونیسي. نوموړي پر نړېوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو تور پورې کړ، چې د بیت المقدس د ژغورنې لپاره یې خپل مسؤلیتونه نه دي پر ځای کړي.