دخپریدو نیټه : 2016-03-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
تخار کې د دولتي کان پر سر د شخړې له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
احمد فیصل
چارواکي وايي، د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د دوو کلیو تر منځ د نښتې له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي پرون مازدیګر مهال د یادې ولسوالۍ په نورابک سيمه کې د دوو کليو تر منځ وسله واله نښته شوې، چې په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. نوموړی زیاتوي، نښته د دولتي کان پر سره رامنځته شوې ده. دی وایي د شاه مستان پاین او شاه مستان بالا کلیو اوسېدونکو په سیمه کې پر یوه دولتي کان دعوه کړې، چې په پای کې یې تر منځ جګړه شوې ده. د والي ویاند وايي، په وژل شویو کې يو تن د معدن دولتي ساتونکی او دوه نور کليوال دي او په ټپيانو کې هم دوه تنه د معدن ساتونکي شامل دي.