دخپریدو نیټه : 2016-03-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ایران لنډ او منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي ازمایلي دي
احمد فیصل
د ایران دولتي اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې د سپاه پاسداران د پوځي تمریناتو په لړ کې ایران تازه جوړ کړي بالستیک توغندي ازمایلي دي. اژانس د یوه جنرال له خولې ویلي، چې دغه توغندي له ٣٠٠ تر ٢٠٠٠ کیلو مټرو واټن په نښه کولای شي. دا له ایران سره د غرب تر اټومي هوکړې وروسته لومړی ځل دی، چې هغه هېواد خپلې درنې وسلې ازمایي. د دغې هوکړې پر اساس؛ د ایران لخوا د بالستیک تکنالوژي کارول منع اعلان شوي دي.