دخپریدو نیټه : 2016-03-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پنټاګون: هلمند کې له جنګېدونکو مخالفو ډلو یوه یې هم د اختر محمد منصور نه ده
احمد فیصل
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په دې باور دی، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو په نوم جنګېدونکي وسله وال اصلي طالبان نه دي. د غربي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پنټاګون یوه جنرال امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې په هلمند کې د طالبانو په نوم درې ډلې پر جګړه بوختې دي، چې یوه یې هم د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور اړوند نه ده. سرچینه زیاتوي، دغه جنرال ویلي، چې د سولې خبرو اترو کې ګډون طالبانو ته یو ښه چانس دی او باید ټولې ډلې ترې استفاده وکړي. د هغه په باور، که د سولې له خبرو کومه ډله لرې پاتې شي، دا به له داعش ډلې سره د جنګیالیو په جذبولو کې مرسته وکړي.