مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سیاسي شنونکي: امریکا غواړي له حزب اسلامي سره د سولې مخه ونیسي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
ځیني سیاسي شنونکي وايي، د سولې په مخامخ خبرو کې د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي د ګډون اعلان په خلکو کې د سولې هیلې پیدا کړې او په وینا یې که له دې ډلې سره هم سوله وشي، د هېواد ځینې نا امنه سیمې امنې شي او په حکومت کې دننه اصلاحاتو ته به هم لاره هواره شي. خو ځیني نور بیا وايي چې له دغه ګوند سره احتمالي سوله به د افغان جګړې اور ځکه ډېر سوړ نه کړي چې امریکا او پاکستان لا هم افغان لوبه ګرمه ساتي. دغه راز د سولې عالي شورا وايي، که د سولې له پروسې سره یو کس هم یو ځای کېږي یا خبرو ته کېني، دوی یې هرکلی کوي او زیاتوي چې د حزب اسلامي له لوري په څلور اړخیزه راتلونکې غونډه کې د ګډون اعلان د افغان حکومت د هڅو پایله ده. په همدې حال کې درې ورځې وړاندې امریکا اعلان وکړ چې د حزب اسلامي دوه غړي عبدالله نوبهار او عبدالبصور یې په کابل کې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو له امله په خپل تور لېست کې شامل کړي، چې شنونکي د امریکا دغه کار هم د سولې د هڅو د سبوتاژ کولو په معنا بولي. سياسي کارپوه خوشال خليل وايي، ولسمشر په خپله حزب اسلامي ته د سولې په پروسه کې د ګډون بلنه ورکړې؛ نو امریکا باید دغه حالت درک کړي. خلیل زیاتوي، امریکا باید پوه شي چې افغانستان په حساسو حالاتو کې دی او د دوی دغه ډول پرېکړې د سولې د خبرو د سبوتاژ کېدو لامل کېدای شي. د سولې عالي شورا غړی او ویاند امین الدین مظفري وايي، حزب اسلامي یو لوی ګوند دی او د سولې په پروسه کې ګډون یې د سولې هیلې را ژوندۍ کولی شي. مظفري سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د سولې پروسه اوس د څلورو هېوادونو په واک کې ده او د سولې عالي شورا په کې تر ډېره دخیله نه ده؛ خو که یو کس هم د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي، دوی یې هرکلی کوي او دا یو مثبت ګام بولي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې په روانه پروسه کې د سولې عالي شورا رول څه دی او یا دغه شورا له طالبانو سره د سولې په اړه تماس لري کنه؟ وویل: ((د سولې پروسه چې کله یوې پایلې ته نږدې کېږي بیا به د سولې عالي شورا ته سپارل کېږي.)) هلمند مېشتی سیاسي کارپوه زین الله ستانکزی وايي، که حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د مخامخ خبرو کې یوې پایلې ته رسېږي، د امنیت پر ښه والي به مخامخ اغېز وکړي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د حزب اسلامي ډېر پلویان چې اوس له حکومت سره په وسله وال یا سیاسي مخالفت کې دي، هغوی به د حکومت ملاتړ وکړي. هغه زیاتوي که له حزب اسلامي سره سوله کېږي په حکومت کې دننه هم اصلاحاتو ته لار هوارېږي. پر ټولنیزو رسنیو کې د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي دغه اعلان ته تر ډېره خلکو هیله مندي ښودلې ده. د حبیب خان په نوم د فیسبوک یو کاروونکی لیکي: ((امریکایان نه غواړي چې حزب اسلامي سوله وکړي هغوی دلته جګړه غځوي؛ خو حکمتیار صېب یو افغان دی او هغه باید دا حساسیت درک کړي.)) د عزیزالله په نوم یو بل کس ویلي، که حزب اسلامي سوله هم وکړي، د جګړې ډګر به سوړ نه شي؛ ځکه جګړه ډېره په طالبانو، پاکستان او امریکا پورې اړه لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery