دخپریدو نیټه : 2016-03-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملي شورا: امریکا په افغانستان کې هغه غلطې پالیسۍ بیا تکراروي، چې تیر حکومت یې مخه نیوله
احمد فیصل
د ملي شورا وايی امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپلې هغه غلطې پالیسۍ بیا تکرار کړي چې د تیر حکومت لخوا یې مخه نیول شوی وه. د ملي شورا غړي د ملي یوالي حکومت پر مشرانو غږ کوي چې له خپلمنځي اختلافاتو ووځي او له واحد دریځه په هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور تر څیړنې لاندې ونیسي. د افغانستان د وضعیت په تړاو د امریکايي پوځي چارواکو د څرګندونو پر دوام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان ویلي چې ۲۰۱۶ کال به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو سخت کال وي. جان کمپبل همداراز په افغانستان کې د میشت امریکایي ځواکونو د صلاحیتونو د ډیریدو غوښتنه کړې خو دغه موضوع د ملي شورا د غړو له سخت غبرګون سره مخ شوی ده. د ملي شورا غړي وايي امریکا یوځل بیا د هغو طرحو د تطبیق هڅه کوي چې د تیر حکومت لخوا یې مخه نیول شوې وه. د ملي شورا غړي په هېواد کې اوسنې وضعیت د امریکا د غلطو پالسیو زیږنده بولي او وايي امریکا غواړي په افغانستان کې خپله ناکامي پته کړي.