دخپریدو نیټه : 2016-03-14 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
پر امنتي پوسته د طالبانو بريد پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
نسيم کندهاری
تيره شپه د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د ملي پوليسو پر امنتي پوسته بريد کړی دی او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
پيښه د کندهار او ارزګان ولايتونو په سرحدې سيمه ( سرخوبېت ) کي سوې ده .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چي په دې پيښه کي يو پوليس وژل سوی او يو بل ټپي دی ، نوموړی د جګړې سيمه د ارزګان ولايت اړوند بولي ، خو د ارزګان د والي وياند بيا دا سيمه د کندهار مربوط بولي .
وسله والو طالبانو د دې پيښي مسووليت په خپله غاړه اخستی دی او ادعا کوي چي اته پوليس يې وژلي او پنځه ميله وسله يې ترې وړې ده .