دخپریدو نیټه : 2016-03-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نظر پوښتنه: تر ۷۰٪ ډېرو کسانو د افغان سولې بهیر ناکام بللی
احمد فیصل
د افغان سولې په تړاو د یوې تازه نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې تر ۷۰ سلنې ډېرو خلکو له طالبانو سره د افغان دولت د سولې بهیر "ناکام" بللی دی. د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز دغه نظر پوښتنه د هېواد ۱۵ ولایتونو کې ترسره شوې، چې پر بنسټ یې یوازې ۲۸ سلنه افغانانو د سولې راتلو په تړاو د دولت بریالیتوب ته هیله ښودلې. د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو مرکز تېره ورځ له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه د افغانانو د انګیرنو په باب د خپلې شپږ میاشتنۍ څېړنې پایلې خپرې کړې. ۴۸ سلنه پوښتل شویو ویلي، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې لټوي. ۲۰ سلنه پوښتل شویو له امریکا کرکه کړې او د ۱۷ سلنه نورو پوښتل شویو په اند دولتي چارواکي د جګړې له دوام ګټه اخلي.