دخپریدو نیټه : 2016-03-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
چارواکي: تورخم کې پاکستان ته د چورلکو د پرزو د قاچاق مخه نېول شوې
احمد فیصل
راپورونه وايي امنيتي ځواکونو د تورخم له لارې پاکستان ته د پوځي توکو او چورلکو د پرزو د قاچاق مخه نيولې. رسینو د خپلو باروي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې څو ورځې مخکې د جلال اباد تورخم پر لويه لار د مومند درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنيتي ځواکونو څو کانټينره نيولي وو. سرچينې زياته کړې، چې په دغو کانټينرونو کې د نورو نظامي توکو تر څنګ د هندوستان له خوا افغانستان ته د ورکړل شوو چورلکو پرزې او نور توکي هم شامل وو. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ځينو کسانو هڅه کوله چې دا توکي پاکستان ته قاچاق کړي، خو مخه يې ونیول شوه. نيول شوي کانټينرونه او توکي لومړى د ګمرک رياست، بيا د ملي امنيت رياست او وروسته کابل ته را استول شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي دومره منلې، چې امنيتي ځواکونو د تورخم پر لاره ځينې توکي نيولي او کابل ته لېږدولي وو، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.