مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پوتین په ناڅاپي توګه له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو امر وکړ

احمد فیصل
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین امر کړی، چې ځواکونه دې یې له سوریې ووځي. د روسیې د دولتي اژانس د راپور له مخې؛ ولسمشر پوتین د هغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ته ویلي، چې په سوریه کې د روسیې د دفاع وزارت ته سپارل شوی ماموریت نور پای ته رسېدلی. ولسمشر پوتین خپلو وزیرانو ته ویلي، چې سر له همدا ننه (د مارچ له پنځلسمې دې) دې روسي ځواکونه له سوریې د راوتلو لړۍ پېل کړي. تر اوسه نه ده څرګنده چې پوتین ولې له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه ناڅاپي خبر ورکړی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery