دخپریدو نیټه : 2016-03-15 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په دهراوود ولسوالۍ کي درنې جګړې ( ۲۵ ) افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله واړول .
نسيم کندهاری
وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تيره شپه د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کي خورا درنه جګړې کړې ده او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
د اروزګان د دهراود ولسوالۍ ولسوال امين الله خالقي وايې چې جګړه د دې ولسوالۍ په مياندو سيمه کې سوې ده چي پر مهال يې شپږ ملي پوليس او څلور د ملي اردو سرتيري وژل سوي دي او څلور تنه ملي پوليس او يوولس تنه د ملي اردو سرتيري وژل سوي دي .
نوموړي وويل چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې پر افغان ځواکونو باندي حمله وکړه چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله واوښته ، خو کره شميره يې معلومه نه ده .
يوې امنيتي باوري سرچيني وويل چې په دي جګړه کې ١٧ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان سوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .