مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-15   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د عامي روغتيا رياست او کندهار پوهنتون د خپلو کارونو په اړه ولس ته معلومات ورکړل .

benawa afghanistan
لودين
مرستیال والي عبدالعلي شمسي وویل چي عام خلګ له یوي اداري غټي غټي غوښتني لري خو په امکاناتو ا صلاحیتونو يي نه وي خبر.
چارواکي وايي چي ولس ته د دولتي ادارو د مسئولینو د حساب ورکولو پروسه ډیر ګټوره ده او عام ولس ته د یوي اداري په اړه بشپړ معلومات پکښي وړاندي کیږي. ولس ته د دولتي مسئولنو د حساب ورکولو په څلورم پروګرام کي د د عامي روغتیا ریاست او کندهار پوهنتون مسئولینو د خپلو ریاستونو اړوند معلومات وړاندي کړل. غونډي ته لومړی د کندهار د عامي روغیتا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د خپل ریاست اړوند معلومات وړاندي کړل. نوموړي په خپلو خبرو کي وویل په روان کال کي په دي توانیدلي چي د خپل ریاست اداري تشکیل ټول پوره کړي. پخلا وايي چي یوازي په مسلکي برخه کي د مسلکي کسانو د کمبود ستونزه لري چي په وینا يي کیدایسي په راتلونکي کال کي به يي حل کړي. پخلا وايي چي په روان ۱۳۹۴ کال کي يي د روغتیا په برخه کي لس لوي پروژي پلي کړي. ډاکټر پخلا وویل چي د دقیقي سرشمیرني د نشت له امله دکندهار نیمايي نفوس له روغتیايي اسانتیاوو څخه بي برخي دي. غونډي ته د کندهار پوهنتون علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي هم دکندهار پوهنتون د فعالایتونو اړوند معلومات وړاندي کړل. بالاکرزي په خپلو خبرو کي په پوهنتون کي محصلینو ته د ډیرو اسانتیاوو د برابره ولو خبر ورکړ. نوموړي وویل که مرکزي دولت ورته ډیر صلاحیت ورکړي نو د کندهار پوهنتون په پرمختګ کي به ډیر مثبت رول ولري. بلخوا د کندهار مرستیال والي وايي چي ولس ته د دولتي ادارو د مسئولینو د حساب ورکولو پروسه ډیر ګټوره ده او عام ولس ته د یوي اداري په اړه بشپړ معلومات پکښي وړاندي کیږي. مرستیال والي عبدالعلي شمسي وویل چي عام خلګ له یوي اداري غټي غټي غوښتني لري خو په امکاناتو ا صلاحیتونو يي نه وي خبر. نوموړي وویل چي ولس ته د دولتي مسئولینو د حساب ورکولو پروګرام ځکه ډیر ګټور دي چي عام ولس د یوي اداري له امکاناتو صلاحیتونو او کړونو څخه خبریږي. د کندهار د والي همایون عزيزي په نوښت ولس ته د حساب ورکولو د پروګرام ترڅنګ یوه بله کمیټه هم د دولتي ادارو څخه نظارت کوي ترڅو عام ولس ته ښه خدامات وړاندي سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery