دخپریدو نیټه : 2016-03-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ډامینیک جرمي: هېواد یې له طالبانو سره اړیکې لري
احمد فیصل
په کابل کې د بريټانیا نوى سفیر وایي، که یې له هېواده د افغان سولې په تړاو مرسته وغوښتل شي، نو له خپل نفوذه په استفادې به بېلابېلې ډلې له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي. ډامینیک جرمي، په کابل کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو له خوا د جګړې غځول نړیوالې ټولنې ته نور د منلو نه ده. جرمي دغه راز ویلي، نه پوهېږي چې د طالبانو جګړه جهاد دی که نه، خو زیاته کړې یې ده، چې دا ډلې په خپلو لاسونو خپل هېواد ورانوي. هغه په افغانستان کې داعش پردی سازمان بللی او په وینا یې دې ډلې د سوریې له رقې او له عراقه سرچینه اخیستې. ډامینیک جرمي د یوې پوښتنې په ځواب کې اعتراف کړی، چې هېواد یې له طالبانو سره محدودي اړیکې لري او که ترې مرسته وغوښتل شي، کولای شي له خپل نفوذه په استفادې بېلابېلې ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.