مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ارګ: غني او عبدالله دواړه د ټاکنیز نظام اصلاح ته ژمن دي

احمد فیصل
ارګ وايي، د ملي يووالي حکومت ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله دواړه د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستو ته ژمن دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د راوړلو تصميم انفرادي نه دى، بلکې د ملي شورا استازو، سياسي شخصيتونو او ملي مشرانو سره د مشورو او د ټاكنيزو اصلاحاتو ځانګړي كمېسيون د وړانديزونو پر بنسټ نيول شوى دى. سرچينه زياتوي، د افغانستان دولت په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دى او د بې طرفۍ او استقلاليت اصل ته په پام، د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې د غوراوي کمېټې د فعاليتونو او اجراتو ملاتړ کوي او د دغې كمېټې كار به ژر تر ژره پيل شي. د يادونې ده، چې د ولسمشر د نوي تقنيني فرمان له مخې، چې جزئيات يې دوه ورځ وړاندې په ډاګه شول؛ د غوراوي کمېټه به له يوه نوي جوړښت سره رامنځته شي او په دې ترتيب د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو مشرانو بدلون ته زمينه برابره شوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery