مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر: دولت د بزګرانو د ستونزو په حل کې تر دې دمه ناکام دی

احمد فیصل
ولسمشر غني نن د بزګر ورځې د نمانځنې په مراسمو كې د خبرو پر مهال وویل، چې دولت د بزګرانو لخوا د اوبو د مصرف، وېش او انتقال سيسټم د ښه والي په برخه كې ناكام دى. هغه بزګرانو سره ژمنه وكړه، چې د كرنې د ودې لپاره به سږ كال د اوبو ۲۲ بندونه جوړ كړي او همدارنګه به بزګرانو ته ۴۰ ټنه اصلاح شوى تخم او څو زره جريبه كرنيزه ځمكه وركړي. د ولسمشر په وينا، د هېواد د بزګرانو د كرنيزو محصولاتو د مصرف لپاره يې د بازارونو او سوپر ماركېټونو پر جوړولو كار كړى او له ماليې وزارته يې وغوښتل، چې هېواد ته پر راواردېدونكو مېوو ګمركي تعرفه ۱۵۰ سلنه ته لوړه كړي. غني د بودیجې په پرخه کې پر کرنې وزارت نيوكه وكړه او ويې ويل، تمه لري، چې دغه وزارت سږ كال لږ تر لږه خپله ۹۰ سلنه بوديجه مصرف كړي. دا په داسې حال كې ده، چې د كرنې وزارت تېر كال ۷۰ سلنه بوديجه لګولې وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery