دخپریدو نیټه : 2016-03-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر ۲۲ کسانو ته د سید جمال الدین افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل
احمد فیصل
ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت ۲۲ کسانو ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال د نمانځنې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان ۲۲ نومياليو ليکوالو، شاعرانو او د ادب او فرهنګ څېړونکو ته د دوى د خدمتونو د قدرداني په خاطر د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل. سرچينه کاږي، په دې غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې جوړه شوې وه، ولسمشر پښتو، دري او ازبکي د افغانستان درې لويې ژبې وبللې. ولسمشر د ليکوالو او فرهنګيانو رول ته په اشارې وويل، ستاسو رول ځکه مهم دى چې زموږ سابقې ته له راتلونکې سره اړيکه ورکوئ او دا اړيکه نه يواځې ممکنه، بلکې ضروري ده.