دخپریدو نیټه : 2016-03-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په مزار شریف ښار کې د عطا محمد نور او جنرال دوستم د پلویانو تر منځ شخړه شوې
احمد فیصل
په مزار شریف ښار کې د عطا محمد نور او جنرال دوستم د پلویانو تر منځ شخړې شوې دي. دا شخړې وروسته له هغه شوې دي چې په مزار شریف ښار کې د جنرال دوستم انځورونه څېرې شول. وروسته له دې پېښې د جنرال دوستم پلویانو په ښار کې د عطا محمد نور انځورونه څېرې کړل، ویل کېږي چې په دې لړ کې د دواړو ډلو تر منځ وهل ټکول هم شوي دي. بلخوا د بلخ والي عطا محمد نور پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې په مزار شریف ښار کې د جنرال دوستم د انځورونو څېرې کېدل د دوی کار نه دی او نه هم چا ته د دې کار اجازه ورکوي. ده ویلي چې د دې پېښې تر شا ښايي د داسې کسانو لاس وي چې غواړي مزار شریف ښار بې نظمه کړي یا یې موخه د مشرانو تر منځ د فاصلې پيدا کول دي. هغه ټولو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د ستونزې لپاره حل لاره پیدا کړي. دمګړی بلخ ته په څېرمه ولایتونو کې د جنرال دوستم پلویان مزار شریف ښار د ننوتو هڅه کوي خو د عطا محمد نور پلویان اجازه نه ورکوي او د ښار په دروازو کې یې ايسار کړي دي.