مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

دستګیر: د سوداګرۍ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو له ثبات سره مرسته کوي

احمد فیصل
د پاکستان د سواګرۍ وزیر وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ ښه سوداګري د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کولای شي. خرم دستګیر په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې دوی په دې وروستېو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا په لټه کې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو پلاوي په دې اړه یوې هوکړې ته هم رسېدلي، چې له مخې به یې په راتلونکو کلونو کې خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېرې کړي. خرم دستګیر دغه راز ویلي، چې د سوداګرۍ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو له ثبات او پرمختګ سره ډېره مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر وخت نا وخته سر ټکوي، چې ګني پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه پر شویو هوکړو عمل نه کوي او ډېری وخت افغان سوداګرو ته سرخوږی جوړوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery