دخپریدو نیټه : 2016-03-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
هند کې یوه افغان محصل بل افغان محصل وژلی
احمد فیصل
د هند په چاندي ګهړ کې یوه افغان محصل بل افغان محصل د چاړې په ګوزارونو وژلی دی. د هندۍ رسنیو د راپور له مخې؛ ۲۱ کلن ثناء الله د یوه بل افغان محصل احسان الله له لوري د چاړې په ګوزرانو په نس وهل شوی او وژل شوی دی. رسنیو د پولیسو په حواله ویلي، چې دغو افغان محصلینو له پخوا راهیسې په خپلو کې مخالفت درلود. سرچینه زیاتوي، یاد افغان محصلین څلور کاله وړاندې هند ته د زده کړو لپاره ورغلي وو او دا یې د لسانس دورې وروستی کال و.