دخپریدو نیټه : 2016-03-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
واشنګټن د افغانستان په اړه د کمپبل پر وړاندیز غور کوي
احمد فیصل
غربي رسنۍ وايي، واشنګټن پر هغه وړاندیز غور کوي، چې په افغانستان کې د ناټو مخکني قوماندان جان کمپبل سپینې ماڼۍ ته سپارلی دی. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ جنرال جان کمپبل په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان په توګه د دندې له پای ته رسېدو سره سم سپینې ماڼۍ ته یو وړاندیز لیکلی دی. سرچینه زیاتوي، کمپبل په دغه وړاندیز کې ویلي، چې طالبان د پیاوړي کېدو په حال کې دي او ولسمشر اوباما باید افغانستان کې خپلو مېشتو ځواکونو ته یو ځل بیا د هغوی پر وړاندې د جګړې اجازه ورکړي. که څه هم سپینې ماڼۍ په لومړېو کې د کمپبل وړاندیز جدي نه و ګڼلی، خو اوس امریکايي چارواکو ویلي، چې دوی به د یوې مناظرې په ترڅ کې پر دغې موضوع غور وکړي.