دخپریدو نیټه : 2016-03-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په بروکسل کې د داعش ډلې تر برید وروسته په ټوله اروپا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي
احمد فیصل
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بلجیم د بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی. د تېرې ورځې په بریدونو کې ٣۴ کسان ووژل شول او ١٨٧ تنه نور ټپیان شول. بلجمي چارواکو ویلي چې بروکسل ته نژدې د "زوینتم" د هوایي ډگر په چاودنو کې ۱۴ تنه او د اروپایي اتحادیې مرکزي ودانۍ ته نژدې د بروکسل ښار د میترو په چاونه کې ۲۰ تنه ووژل شول. د تېرې ورځې د بریدونو له امله د بروکسل ښار تړل شوی او په ټوله اروپا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. اروپايي ټولنې د اروپا د امنیت لپاره پر له پسې غونډې کړې دي او په ټوله اروپا کې یې د امنیتي تدابیر د سختېدو غوښتنه کړې ده.