دخپریدو نیټه : 2016-03-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نیکولسن: افغان ځواکونه قوي دي که اړتیا پیدا شوه ملاتړ به یې کوو
احمد فیصل
د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن وايي دوی به په سختیو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او یوازې به یې نه پرېږدي. نیکولسن دا خبرې تېره ورځ له کندوز ولایته د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه ویلي طالبان بیا د دې خیال لري چې پر کندوز برید وکړي، خو دوی به خپلو موخو ته و نه رسېږي او موږ به هر وخت د افغان ځواکونو مرستې ته تیار وو. نیکولسن په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر کلینيک د برید په اړه خفګان څرګند کړ او زیاته یې کړه چې دی د پېښې د ټولو قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي. نیکولسن وویل افغان ځواکونه له ګواښونو سره د مبارزې وړتیا لري خو که اړتیا پېښه شي زموږ سر تېرې به مرسته ورسره وکړي.