دخپریدو نیټه : 2016-03-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په بادغیس کې د ملارسول پلویانو د ملا منصور پر وړاندې جهاد اعلان کړ
احمد فیصل
په بادغیس کې هم د ملارسول په پلوۍ د طالبانو یوې ډلې د ملا منصور پر وړاندې د جهاد اعلان کړی دی. د دغې نوې ډلې مشر ملا عبدالغفار طوفان وویل چې دوی له ملا منصور سره ځکه نه درېږي چې هغه د پاکستان د آی ايس آی په لاس کې دی او د ډېری طالب رهبرانو په مړینه کې لاس لري. هغه ویلي پاکستان هڅه کوي څو په افغانستان کې ورور وژنې ته لمن ووهي او په دې کار کې ملا منصور د هغوی مرسته کوي. طوفان د طالبانو په لیکو کې د وروستیو وژنو او نېونو پړه پر ملا منصور او د آی ايس آی پر شبکې ور واچوله زیاته یې کړه چې دوی به تر خپلې وسې له دې ډلې سره مبارزه کوي. په ورته وخت کې د بادغیس امنیتي چارواکو هم په دې ولایت کې د امنیت د خرابېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بادغیس په ځينو سیمو کې طالبان هڅه کوي څو خلک خپلو لیکو ته جذب کړي.