دخپریدو نیټه : 2016-03-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د لغمان ځينې قومي مشرانو د والي د لرې کېدو غوښتنه کړې
احمد فیصل
د لغمان ځينو قومي مشرانو او د مدني ټولنې استازو د دې ولايت د والي عبدالجبار نعیمي او د پلويانو له لوري یې د يو تن د وژل کېدو په تور د هغه د لرې کېدو او څارنوالۍ ته د معرفي کېدو غوښتنه وکړه. د لغمان د ابراهيم خېلو د شورا مشر ملک عاشق الله پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د دلوې د مياشتې په شپږمه نېټه د دې قوم ۴۳ کلن محمد هاشم د لغمان ولايت د سقاو بابا په دښته د دروېزه خېلو په سيمه کې د ولايت وسله والو موظفينو په ګوليو وويشت چې په روغتون کې يې ساه ورکړه. هغه وویل مرکزي حکومت باید دا پېښه په جدي توګه وڅيړي، خو بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک بيا ټولې دغه ادعاوې بې بنسټه بولي.