دخپریدو نیټه : 2016-03-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ولسي جرګې غړي: د سرپرستۍ دود دې ختم شي
احمد فیصل
د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې د سرپرستۍ دود دې ختم شي؛ ځکه چې پر امنيت يې منفي اغېز کړى دی. ولسي جرګې د تېر کال د غبرګولي په دويمه د سرپرستۍ د قانون تعديلي طرحه تصويب کړه، چې د دغه قانون له مخې هېڅوک هم په دولتي ادارو کې تر دوو مياشتو ډېر د سرپرست په توګه دنده نشي ترسره کولی. د دې جرګې غړي عبيدالله بارکزي وویل چې ولسمشر د قانون خلاف دوه کاله د سرپرستۍ دود ته دوام ورکړ. ده زیاته کړه، سرپرستان ځانونه مسوول نه ګڼې او نه هم ملي شورا له هغوى پوښتنه کولاى شي. دوی له ولسمشر و غوښتل چې ژر تر ژره دې د سرپرستانو پر ځای چارواکي د رایي اخیستنې لپاره پارلمان ته وليږي.