مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستاني ځواکونو د پکتیکا په ځینو ولسوالیو کې یو ځل بیا تحرکات پیل کړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د پکتیکا قومي مشران او خلک وايي، پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت په برمل، ګومل او وړممۍ ولسوالیو کې یو ځل بیا د ډیورنډ تر صفري نقطې دې غاړې ته تحرکات پیل کړي او زیاتوي چې دغه ځواکونه په یادو سیمو کې د تاسیساتو او پوستو جوړولو پلان لري. خو د ملي دفاع وزارت وايي، پوځ ته امر شوی چې له قوماندې پرته پر افغان خاوره د تېري ځواب ورکړي. په پکتیکا کې یو قومي مشر حاجي نواز خان سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، کله چې د انګور اډې په سیمه کې د پاکستان له لوري د یوې دروازې جوړولو پر وړاندې د افغان حکومت غبرګون سست و، اوس پاکستاني عسکرو تازه په نورو سیمو کې تحرکات پیل کړي او افغان خاورې ته را دننه شوي دي. د هغه په وینا، په برمل، ګومل او وړممۍ ولسوالیو کې د حکومت واکمني کمزورې ده نو ځکه پاکستاني پوځیان په اسانۍ افغان خاورې ته را اړوي. حاجي نوازخان زیاتوي، هغه سیمې چې تازه پرې پاکستاني ځواکونو تېری کړی، دښتې او غرونه دي او افغان سرحدي ځواکونه په کې کم یا په نشت حساب دي. دی وايي، حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او که همداسې چوپ پاتې شي پاکستانیان د انګور اډې په څېر په نورو سیمو کې هم تاسیسات جوړوي. د حمیدالله په نوم د پکتیکا د انګور اډې اوسېدونکی چې اوس غزني ته راغلی وايي، دا له شکه وتلې خبره ده چې پاکستانیان هر ورځ تر ډیورنډ را اوړي او افغان خاوره لاندې کوي. نوموړي سرنوشت ته وویل، یوه اونۍ وړاندې د تروو په سیمه کې پاکستان یوه نوې پوسته جوړه کړې او کله چې د یوې پوستې پر وړاندې غبرګون نه وي نور هم افغان خاورې ته را ننوځي. د پکتیکا چارواکي بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او د ولایت ویاند نبي الله پیرخېل سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دی په دې اړه څرګندونې نه شي کولی. پاکستاني عسکر تر دې وړاندې په ننګرهار، کونړ، هلمند او ډېرو هغو ولایتونو کې افغان خاورې ته را ننوتلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراته دي. د ملي دفاع وزارت بیا وايي، د دفاع سرپرست وزیر پوځ ته امر کړی چې له قوماندې پرته پر افغان خاوره د تېري ځواب ورکړي. د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، افغان پوځ به هر هغه چا ته چې پر افغان خاوره تېری کوي یا په پولو کې سرغړونې کوي ځواب ورکړي. دی زیاتوي، یو شمېر مواردو کې ښایي ستونزې وي؛ خو پوځ ته امر شوی چې د تېري پر وړاندې د دفاع وزیر یا نورو لوړ پوړو قوماندانانو له اجازې پرته ځواب ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery