دخپریدو نیټه : 2016-03-25 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
کنشکا ترکستانی: پوليس د هغه کس د نيولو توان نه لري چې د دوستم انځورونه يې څيرلي
احمد فیصل
په بلخ کې د جنبش ګوند چارواکي وايي، پوليس د هغه کس د نيولو توان نه لري چې د ولسمشر د لومړي مرستيال انځورونه يې څيرلي دي. په مزار شریف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د عکس څېرې کولو پر سر له څو ورځو راهیسې د عطا محمد نور او دوستم په پلوۍ لاریونونه وشول. دغه لاریونونه وړمه ورځ پر تاوتریخوالي هم واوښتل چې له کبله یې یو کس و وژل شو او پنځه نور ټپیان شول. ولسمشر غني په دې اړه په غبرګون کې وویل، چې دا کار له قانون سره په مغایرت کې دی او باید د قضیې حل امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي، خو د جنبش ګوند د ځوانانو ټولنې مشر کنشکا ترکستانی وايي، چې د بلخ پوليس د هغه کس د نيولو توان نه لري چې د جنرال دوستم عسکونه يې څيرلي دي. دی ادعا کوي، چې د دوستم د عکسونو په څېرلو کې په خپله د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور لاس لري.