دخپریدو نیټه : 2016-03-25 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو د تاجکستان ـ افغانستان پر ګډه پوله د سړک جوړونې دوه کارکوونکي تښتولي
احمد فیصل
راپورونه وايي، وسله والو د تاجکستان ـ افغانستان پر ګډه پوله د سړک جوړونې یوه شرکت دوه تاجک کارکوونکي تښتولي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ وسله والو تېره ورځ د افغانستان له خاورې د تاجکستان سره پر ګډه پوله د سړک جوړونې د یوې پروژې پر کارکوونکو برید وکړ. سرچینه زیاتوي، وسله والو په دغه برید کې د سړک جوړوونې یو کارکوونکی ټپي او دوه نور ژوندي له ځانه سره یووړل. رویټرز د تاجک چارواکو په حواله لیکلي، د هغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د نیول شویو کسانو په راخوشې کولو کې له هر ډول امکاناتو کار واخلي. د ویلو ده چې تر دې وړاندې پر ګډه پوله د تاجکستان د دفاعي سرتیرو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته هم شوې وه، چې چارواکو په کې د یوه تاجک سرتیري د وژل کېدو او یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړی و.