یادلاریون په غزني کې میشتومدني ټولنو، قومي شوراګانواو سیاسي خوځوښتونود غزني له نوي ښاروال انجنیرنصیراحمد للیزي څه دملاتړ په موخه ترسره کړ.
لاریون چې دغزني ښاردپښتون اباد له سیمې پیل او ټولو له ځانونو سره داشعارونه لیږدول !
موږ د ولسمشر د حکم تطبیق کول غواړو، موږهیچاته دااجازه نه ورکووه چې دغزني دولسونو په منځ کې نفاق واچوې ، مرګ زموږ دملي یوالي په دښمنانو اوداسې نور...
لاریون چې دولایت د مقام تر دروازي یې دوام درلود او سلګونوکسانوپه کې ګډون کړی ووه ټولوپه یوغږ دغزني په والي غږ وکړ چې ژرترژره دې د ولسمشر په حکم مقرر سوی ښاروال انجنیرنصیراحمد للیزی دولتي اداروته په رسمي بڼه وروپیژندل سي ، دغزني والي محمدامان حمیمي دلاریون کونکوغوښتني په ځای وګڼلي او هیله یې وکړه چې ترسبا یکشنبه تردوو بجوبه دغزني نوی ښاروال په رسمي بڼه خپل کارپیل کړي اوهیڅوک حق نه لري چې دولسمشر حکم نقض کړي .
په پای کې لاریون کونکو شپږماده ایز پریکړه لیک هم صادر کړ