مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو د غزني د ښاري محکمې رییس وژلی

احمد فیصل
د غزني چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ښاري محکمې رييس وژلی دى. د غزني امنيه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښاري محکمې رییس محمد انور رحماني تېره ورځ وسله والو له موټره کښته کړی او وژلی دی. په خبرپاڼه کې زياته شوې، محمد انور له کابل څخه غزني ښار ته روان و، چې وسله والو په سالارو سیمه کې له موټره کښته کړی دى. وسله والو طالبانو د محمد انور رحماني د وژلو مسووليت منلى دى. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، نوموړى او له هغه سره يو بل تن څارنوال عبدالرشيد د دوى له خوا ونيول شول، چې وروسته حکومت د هغوى د خلاصون لپاره هڅه کوله او نښته رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې دواړه ووژل شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery