مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له کابله یو شمېر والیانو ته امر شوی، چې له لرو پرتو سیمو خپلې پوستې راټولې کړي

احمد فیصل
راپورونه وايي د پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو امنیتي چارواکو ته له کابله لارښوونه شوې، چې په لرو پرتو سیمو کې خپلې پوستې او پوځي قرارګاوې راټولې او پر ځای یې منتظره قطعات جوړ کړي. له قرارګاوو د افغان ځواکونو له وتلو وروسته پر ډیری سیمو وسله وال طالبان حاکم شوي او ولسوالیو او ولایتي مراکزو ته تر پخوا ډېر نږدې شوي دي. کابل نیوز د خپلو کره سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د پکتیا، پکتیکا، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو امنیتي مسؤلینو ته له کابل نه لارښوونه شوې، چې له لرې پرتو سیمو خپلې پوځي قرارګاوې او پوستې راټولې او پر ځای یې منتظره قطعات جوړ کړي. د پوځي چارو شنونکي وايي، چې د پوستو په له منځه وړو سره طالبانو ته د پرمختګ چانس ورکړل شوی او هغوی پر حاکمو نقطو د تسلط له لارې تر پخوا ډیر د ولسوالیو او ولایتونو مراکزو ته نږدې شوي دي. خو د ملي دفاع وزارت وایي، له یو شمېر سیمو د افغان ځواکونو پر شا کېدل له دفاعي څخه تهاجمي حالت ته د افغان ځواکونو د تیاریو لپاره دي. کلیپ: دولت وزیري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery