مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د بروکسل بریدونو کې هغه تورن نیول شوی، چې د مسعود وژلو کې یې لاس درلود

احمد فیصل
غربي رسنۍ وايي، پولیسو د بروکسل په وروستیو بریدونو کې پر لاس لرلو تورن هغه کس نیولی، چې د افغانستان د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود په وژلو کې یې لاس درلود. برېټانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه کس عبدالرحمن امیرود نومیږي او پر مسعود په برید کې یې له وسله والو سره همکاري کړې وه. سرچینه زیاتوي، عبدالرحمن امیرود د فرانسې اصلي اوسېدونکی دی، چې پر احمد شاه مسعود برید کې د لاس لرلو له کبله یې اووه کاله بند هم تېر کړی دی. د ورځپاڼې د مالوماتو له مخې؛ د پولیسو پلټنو کې څرګنده شوې، چې امیرود د بروکسل د تېرې سې شنبې له بریدګرو سره اړیکې درلودې. نوموړی وړمه ورځ په بروکسل کې له پولیسو سره تر یوې لنډې نښتې وروسته په ټپي حالت کې ونیول شو. احمد شاه مسعود په نیویارک کې د سپټمبر د ۱۱ تر بریدونو دوه ورځې وړاندې د تخار په خواجه بهاوالدین سیمه کې د دوو عربانو له لوري په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery