مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سرچینه: د نورستان ځینې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
دولتي سرچینې وايي، د نورستان په ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو تشکیلات کم دي او طالبان په لږ زیاتېدو سره وخت ناوخت د دغه ولایت ولسوالۍ ګواښي او ان د سقوط وېره یې پیدا کوي. خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی په نورستان کې امنیتي ګواښونو ته په کتو په پوره شمېر امنیتي ځواکونه لري او که اړتیا شي نور ځواکونه هم ور استولی شي. په نورستان کې یوې دولتي سرچینې سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې د ګوتو په شمېر پولیس حضور لري او شته امنیتي ګواښونو او د طالبانو نفوذ ته په کتو بسنه نه کوي. سرچینه وایګل، دواب او برګمټال ولسوالۍ د بېلګې په توګه یادوي چې د امنیتي ځواکونو شمېر په کې کم دی او کله چې طالبان له کونړ او نورو سیمو نورستان ته را اړوي، چارواکي د ولسوالیو پر سقوط ډارېږي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په نورو ولایتونو کې ډېری سیمې پوځ ساتي؛ خو په نورستان کې د پوځ د منسوبینو شمېر هم امنیتي ګواښونو ته په کتو ډېر کم دی. دغه سرچینې زیاته کړه: ((تاسو وګورئ! درې ورځې وړاندې زموږ دواب ولسوالۍ طالبانو کلابنده کړه او دولتي چارواکي و ډار شول چې ولسوالۍ سقوط کوي، په داسې حال کې چې د معلوماتو له مخې تر ولسوالۍ د چاپېرو طالبانو شمېر ډېر لږ و؛ خو په ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر پولیس موجود وو.)) یاده سرچینه په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د کونړ امنیه قوماندان ویلي چې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې فعال داعشیان کونړ ته اوښتي؛ خو له دې سره هم مهاله دا وېره هم زیاته شوې چې ښايي د داعش ځيني کسان نورستان ته هم واوړي. د نورستان خلک نه یوازې په امنیتي برخه کې د امنیتي ځواکونو د کموالي خبره تاییدوي، بلکې پلازمېنه ورته په نه پاملرنې تورنوي. د مرکز پارون یوه اوسېدونکي سیداحمد سرنوشت ته وویل، که په نورستان کې د امنیتي ځواکونو شمېر ډېر نه شي، د دغه ولایت حساسوالي ته په کتو د ډېرو ولسوالیو او ان ولایت د سقوط وېره شته. د هغه په وینا، په نورستان کې مېشت وسله وال بدخشان، کونړ او ننګرهار ته په اسانۍ تګ راتګ کوي، نو ځکه یې باید دولت تر جدي غور لاندې ونیسي. خو د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی په نورستان کې امنیتي ګواښ ته په کتو کافي پولیس لري. د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش سرنوشت ته وویل، د نورستان په ټولو ولسوالیو کې له امنیتي ګواښ سره برابر پولیس او نور امنیتي ځواکونه شته او موږ په د نورستان په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د سیمه ییزو پولیسو جوړولو پلان هم لرو. د هغه په وینا، سیمه ییز پولیس به وکولای شي په ټولو سیمو کې د شته ګواښونو کچه راټیته او صفر کړي چې له هغې ډلې یو یې هم نورستان دی. نجیب دانش دغه راز زیاتوي، که په نورستان کې نورو امنیتي ځواکونو ته اړتیا شي وزارت یې ورلېږلی شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery