دخپریدو نیټه : 2016-03-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شنونکي: نورستانی استعفا ته اړ کړای شوی
احمد فیصل
شنونکي وايي، داسې ښکاري چې یوسف نورستاني استعفا ته اړ کړای شوی، دغه راز سرنوشت ورځپاڼې د خپلو باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې له برمک او هوتکي پرته نور کمېشنران هم استعفا ته اړ ایستل کېږي. شنونکي وايي، د ټاکنو په کمېسیون کې دغه ډول لاسوهنې راتلونکې ټاکنې او نظام؛ قوم پالنې، درغلیو، ناندریو او بې باوریو ته بیايي. حقوقپوهان او سیاسي شنونکي وايي، ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم خپل او د ولس د رایو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او د اجرایه ریاست د فشارونو له امله نور کمېشنران هم استعفا ته اړ کوي. هغوی دغه راز وايي چې د قانون په رڼا کې هېڅوک تر شپږو کلونو د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو د ګوښه کولو او یا هم استعفا ته د اړ کولو حق نه لري؛ خو اوس چې نورستاني استعفا وکړه، روښانه شوه چې حکومت پر کمېسیون یوه بریالۍ کودتا روانه کړې ده.