مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

لوګر کې د ملي اردو لوړپوړی چارواکی وژل شوی

احمد فیصل
د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يو لوړپوړى چارواکى وژل شوی. د دغه ولايت د والي وياند سليم صالح، وايي افغان امنيتي ځواکونو د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې عملیات پېل کړي وو. صالح زیاتوي، د دغو عملیاتو مشري د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندانۍ د ګارنيزيون قومندان ډګروال محمد جان کوله. د ده د مالوماتو له مخې، محمد جان تېر ماښام په زرغون ښار کې خپل کور ته ننوت، چې پر مهال یې د کور دروازه کې ځاى پر ځاى شوى ماین وچاودېد. د والي ویاند وايي، په دې چاودنه کې نوموړی ځای پر ځای و وژل شو. د ویلو ده چې دا په روانه اونۍ کې د ملي پوځ دویم لوړ پوړی چارواکی دی چې وژل کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery