مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: د سولې روان بهیر مبهم دی

احمد فیصل
د مشرانو جرګې غړي وايي د سولې روان بهیر له مبهم حالت سره مخ دی او پر افغان خاوره د پاکستان تېري ورځ تر بلې زیاتېږي. د مشرانو جرګې غړي وايي، چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې روان بهیر ګونګ دی او د هلمند په بهرامچه کې د پاکستان مداخلې د پخوا په څېر روانې دي، خو د افغانستان حکومت یې په تړاو څرګند غبرګون نه دی ښودلی. د ویلو ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر افغانستان د پاکستان د تېریو په باب د خپلې اندېښنې څرګندولو په لړ کې پر امریکا نیوکه کړې وه، چې ګنې له افغانستان سره پر لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون عمل نه کوي. په دغه تړون کې په زغرده راغلي، چې که د کوم هېواد له لوري پر افغانستان تېری کیږي، امریکا مکلفه ده چې له افغان حکومت سره په ګډه یې پر وړاندې ودریږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery