مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د امنیتي ځواکونو له منځه پر مخالفینو وسلې او مهمات پلورل کېږي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ولسي جرګې یو شمېر غړي او خلک وايي، د دولت پر ضد د روانې جګړې یوه زیاته برخه مهمات او وسلې د امنیتي ځواکونو له منځه پر مخالفینو پلورل کېږي، دغه راز ځیني شنونکي هم دغه کار د جدي اندېښنې وړ بولي او په وینا یې دا پر امنیتي ځواکونو د خلکو باور له منځه وړي. د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو له امنیتي مسوولینو په دې اړه توضیحات وغوښتل چې ولې د امنیتي ځواکونو وسلې بېرته د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد کاریږي؟ د یو شمېر سیمو اوسېدونکي هم وايي چې د پولیسو له پوستو پر طالبانو وسلې او مهمات پلورل کېږي. د بغلان د مرکز پلخمري یوه قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سرنوشت ته وویل، د بغلان وروستۍ جګړه پر هغو مهماتو او وسلو روانه وه چې پر مخالفینو د امنیتي ځواکونو له لوري پلورل شوي وو. دغه قومي مشر وویل، په اندراب ولسوالۍ کې ځانګړي قوماندانان دي چې دغه کار کوي او دولت ته ښه معلوم دي؛ خو پر وړاندې یې اقدام نه کوي. د جرګې وکیل میرداد نجرابي وویل، په یو شمېر مواردو کې لیدل کېږي چې د امنیتي ځواکونو له منځه پر مخالفینو وسلې پلورل کېږي او همدا وسلې بېرته د دولت پر ضد کارېږي. د جرګې بل استازي محمدنعیم لالي حمیدزي وویل، امنیتي مسوولین مکلف دي چې په دې اړه توضیحات ورکړي چې ولې د دولت وسله بېرته د دولت پر ضد کاریږي. د جرګې استازې شکيبا هاشمي بیا وویل، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصطلاحاتو اړتیا ده او پر مخالفینو د دولتي وسلو پلور وضاحت ته اړتیا لري. د معلوماتو له مخې، په یو شمېر جنوبي، ختیځو او شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه بغلان او کندوز کې د امنیتي ځواکونو وسلې پر مخالفینو پلورل شوې او بېرته د دولت پر ضد کاریږي. د چارو شنونکي وايي، دغه کار پر امنیتي ځواکونو د خلکو باور کموي او په وینا یې چارواکي باید هغه کسان ونیسي او علني يې محاکمه کړي چې پر سوال ترلاسه شوې وسله پر مخالفینو پلوري. سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، امنیتي ځواکونه تر هر څه زیات د خلکو باور ته اړتیا لري، چې د وسلو پر پلور او دې ته ورته نورو مواردو د خلکو باور له منځه ځي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، که چارواکي رښتیا د امنیتي ځواکونو قربانیو ته درناوی کوي، نو هغه کسان باید ونیسي چې په سوال راټوله کړې وسله پر مخالفینو پلوري. د ده په وینا، په امنیتي ځواکونو کې یوه خاصه کړۍ دغه کار کوي او په دې توګه د ټولو امنیتي ځواکونو حیثیت ته زیان رسوي. خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د پولیسو په لیکو کې یو لړ ستونزې شته چې دوی یې پر اصلاح بوخت دي. تاج محمد جاهد که څه هم په ښکاره پر مخالفینو د وسلو پلور تایید نه کړ خو ویې ویل، پولیس په یو شمېر مواردو کې له قانون څخه سرغړونې کوي؛ خو وزارت په دې هڅه کې دی چې د پولیسو لیکې اصلاح، وړتیاوې یې لوړې او مسلکي کړي. هڅه مو وکړه پر مخالفینو د وسلو د پلور په اړه د کورنیو چارو وزارت رسمي نظر هم ولرو خو له بیا بیا اړیکو سره بریالي نه شوو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery