مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کرزی: پاکستان د افغان سولې په تړاو کړې ژمنې پوره نه کړې

احمد فیصل
د بهرنیو چارو ورازت وايي، پاکستان د افغان سولې په تړاو خپلې کړې ژمنې پوره نه کړې. د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، د څلور اړخیزې بهیر د پرېکړو له مخې، پاکستان باید د مارچ میاشتې په لومړیو کې وسله وال مخالفین له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنولی وای، خو دغه هېواد پر خپله ژمنه ونه درېد. نوموړي زیاته کړې، د مخامخ خبرو اترو د لارې نقشې په چمتو کولو کې د سولې لپاره د عملي اقداماتو وړاندوېنه شوې وه. هغه ویلي، د څلور اړخیزو ناستو په ترڅ کې د سولې خبرو اترو لپاره څلور اساسات او اصول په پام کې نیول شوي وو. د نوموړي په وینا، لومړی اصل دا و چې د سولې روانه پروسه به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر مخ ځي او تر خبرو مخکې به شرطونه نه ایښول کېږي. د کرزي د معلوماتو له مخې، د مخامخ مذاکراتو تر پیل مخکې خبرې، د مخامخ رسمي خبرو پیل او عملي اقدامات؛ د یادې پروسې درې نور اساسات وو. هغه وايي، چې د سولې د لارې په نقشه کې د څلور واړو هېوادونو مسوولیتونه او رولونه په ډاګه شوي وو، خو په دې برخه کې پاکستان په خپلو ژمنو ونه درېد.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery