مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسي جرګه: د امنیتي ځواکونو یوه زیاته برخه وسلې پر مخالفینو پلورل کیږي

احمد فیصل
د ولسي جرګې یو شمېر غړي او خلک وايي، د دولت پر ضد د روانې جګړې یوه زیاته برخه مهمات او وسلې د امنیتي ځواکونو له منځه پر مخالفینو پلورل کېږي. سرنوشت ورځپاڼې د خپلو کره سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د بغلان وروستۍ جګړه پر هغو مهماتو او وسلو روانه وه چې پر مخالفینو د امنیتي ځواکونو له لوري پلورل شوي وو. دغه راز د ولسي جرګې وکیل میرداد نجرابي وايي، په یو شمېر مواردو کې لیدل کېږي چې د امنیتي ځواکونو له منځه پر مخالفینو وسلې پلورل کېږي او همدا وسلې بېرته د دولت پر ضد کارېږي. د یادې جرګې بل استازی محمد نعیم لالی حمیدزی وايي، امنیتي چارواکي مکلف دي، چې په دې اړه توضیحات ورکړي چې ولې د دولت وسله بېرته د دولت پر ضد کاریږي. د معلوماتو له مخې، په یو شمېر جنوبي، ختیځو او شمالي ولایتونو په ځانګړي توګه بغلان او کندوز کې د امنیتي ځواکونو وسلې پر مخالفینو پلورل شوې او بېرته د دولت پر ضد کاریږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery