دخپریدو نیټه : 2016-03-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکايي ځواکونو بګرام کې یو ماشوم پر ډزو وژلی دی
احمد فیصل
د پروان امنیه قوماندان جنرال زمان مموزی وايي، پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه ماشوم په لاس کې د لوبو پلاستیکي تومانچه نېولې وه او د بګرام هوايي اډې ته نږدې شوی و. مموزی وايي، امریکايي سرتیرو پر دغه ماشوم د درېدو او هغوی ته د نه ورنږدې کېدو غږ هم کړی و. په بګرام کې مېشتو امریکايي سرتیرو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دوی به دا موضوع وڅېړي.